ښه حل لار ، د مرکزي دولت پیاوړتیا ده
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

           

دوهمه برخه

له مرکزي دولت څخه مراد ، د ولسمشر مرستیالان قسیم فهیم ، خلیلی ! په حکومت ، څارنوالۍ او محکمو کې د ناستو او پرتو څو غلو ، ډاکوانو او یا په ولسی او مشرانو جرګه کې د ځینو سپږنو ، بوینو او بدماشو استازو ټولګه نه ده ، بېلکې دلته موخه په تېرو لسو کلونو کې د افغانانو او نړیوالو د زیار او هڅو ، خولو او تڼاکو ، پیسو او وسایلو هغه نښتل شوی او رانغاړل شوی بهیر او جوړښت دی چې د افغانستان د اساسي قانون په تصویب ، د درې ګونو دولتي بنسټونو په ایجاد ، امنیت ، زده کړي ، فرهنګي ، د بیان په ازادۍ ، ټولنیزو ، اقتصادي ، مالي ، مدني او نورو چارو په بنسټونو او ټولنو او د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو میثاقونو ته د ژمنو په درناوۍ او رعایت کې ځلیږي .

افغان دولت نن ټولې نړۍ سره ژوندۍ او کاري اړیکې لري . د افغانستان بېرغ نن د نړۍ د ډېرو هیوادو پر پلازمېنو رپيږي . کابل د افغانستان پلازمېنه د اسیا د لويي وچې په تپنده زړه بدل شوی او د ټولو لویو وچو تر منځ د ګټورو اړیکو د پیوستون او یووستون دنده لري . افغان دولت په ټوله کې د روح له مخې د افغانستان د ملي حاکمیت ، خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د ملي تاریخ ، ملي هویت د ساتندوی او پالندوی پتوګه تر پام لاندې نیول کیږی .

له مرکزي دولت څخه ملاتړ د همدغو ارونو ننګه اوپالنه او د لاسته راغلو بریاوو وده او ساتنه جوړوي !

د افغانستان ملي جبهه او ملي اتلاف چې افغان حکومت کې غوښن ګډون او بشپړ واک لري ، له دې واک څخه دوی یوخوا د دولت په وړاندې د مخالفت او سبوتاژ کار اخلي او مرکزي دولت پیاوړتیا ته نه پریږدي او بلخوا دا پراخ واک د نورو مخالفینو لکه طالبانو او اسلامي ګوند لپاره دا پلمه په لاس ورکوي چې که جمعیت او نظار شورا ځانونه مجاهدین او مقاومت خېل بولي او په دې لامل په دولت کې غوښن واک لري نو بیا خو اسلامي ګوند او طالبان هم په جهاد او مقاومت کې له دوی روسته نه دي ، نو دوی ته ولې لږ واک ورکول شوی او یا د دوی په ګومان هیڅ واک نلري . د واک پر سر دا شخړه چې د افغانستان د ناورین منځټکی جوړوي د سیمه یزو او نړیوالو لاسوهنو په لامل نوره هم پیچلې شوې او څو لوري يی نیولې دي .

اوس که دولت څخه بهر وسلوال او نیمه وسلوال مخالفین د افغانستان د غمیزې یو اړخ جوړوي ، د دولت پر چوکیو ناست مخالفین او منافقین بیا ددې ناورین بله خوا تکمیلوي . دا دواړه لوري په یوه موخه کې چې مرکزي دولت به پښو ټينګېدو ته نه پریږدي شریک دي ، که څه هم تاکتیکونه او بهرني ملاتړې يي سره جلا دي .

په دولت کې د ملي جبهې او ملي اتلاف زیاته او غوړه ونډه ، طالبان دې ته لمسوي چې ووايی د افغان حکومت سره چې واک نلري او د شمالټلواله يي پر څټ سپره ده ، خبرې کولو ته چمتو نه دي . دوی وایي چې شمالټلوالې ته په دولت کې زیات واک بهرنیانو او امریکایانو ورکړی . سره له دې چې دوی هم دا خبرې د یوه بهرني هیواد پاکستان په ملاتړ کوي ، خو د خبرو بل اړخ یي ریښتیا دی او هغه دا چې دوی هم افغانان دي او په دولت کې د واک او برخې حق لري. طالبان حق لري چې دولت کې د یوې ډلې پتوګه ونډه واخلي ، نه داچې ټول دولت د تېرځل پشان طالبي شي او بل داچې په دولت کې دا ګډون باید د سوله یزو ، قانوني او مدني لارو څخه تر سره شي ، نه د جګړې له لارې او هغه هم د پاکستان د پیسو ، وسلو او ملاتړ په مټ !

د رسنیو د روستیو رپوټونو له مخې په دې برخه کې د خندا او اندیښنې وړ خبره دا ده چې اوس پنجاب ښکاره وايی چې له طالبانو ملاتړ کوي او دا خبره له چا نه پټوي !

له بده مرغه په طالبانو کې هیڅوک نر پیدا نه شو ، چې دا لاسوهنه او سپين سترګي چې د ملاتړ تر ښکلي نوم لاندې وړاندې کیږي ، وغندي او د هغه پر ضد کومه اعلامیه خپره کړي !   

د اسلامي ګوند دا خبره هم چې دولت کې باید ټولې خواوې راټاله شي او د واک زیاته برخه یوازې شمالټلوالې ته په لاس کې پرینښودل شي ، د بنسټ او ار له مخې ریښتیني ، قانوني او مدني ده . خو دا ونډه باید د جګړې له لارې نه بلکې د روغې جوړې په لارو سره ترسره شي . همدارنګه د مرکزي دولت سره دا روغه جوړه هم باید خپله د اسلامي ګوند لخوا مخې ته یووړل شي او د پاکستان او ای ایس ای له شره خوندي وي .

دا چې اسلامي ګوند د ژغورنې د ملي میثاق په نوم خپله تګلار کې د یوه موقت حکومت غوښتنه کوي او افغان دولت یوازې د کابل دولت په نوم یادوي ، افغانانو ته د منلو وړ طرحه نه ښکاري . په هیواد کې د موجود دولت د جوړېدو په بهیر لس کلونه تېر شوي او افغانان په زیاتو لګښتونو تر دې ځایه رسیدلې ، په دې ټولو چلیپا کښل او له سره وهل شوې لار بیا پیلول که یوخوا له لګښتونو ډکه ښکاري ، بلخوا کوم منطقي او ګټور دلیل هم نه لري .

د ولسمشر کرزي دا خبره چې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دوهم تقنیني کاري کال د پرانیستې په غونډه کې يي وکړه او په ټینګار سره يی وویل چې افغانستان د پردیو د سیاسي ازمایښتونو ځای او لا براتور نه دی چې په هرو څو کلونوکې یو ځل یو بل نظام او یا سیاسي جوړښت په هغه کې و ازمویي ، که یوخوا شمالټلوالې ته چې فیډرالي نظام غواړي نو بلخوا د دولت د بنسټ چې په اساسي قانون کې تسجیل دي ، نورو مخالفینو ته ښه ځواب او غبرګون دي .

په قوي احتمال دواړه ډلې ، طالبان او اسلامي ګوند له هیواده د امریکایانو او بهرنیانو وتل ، هسې د یوې پلمې پتوګه کاروي ، ځکه په شالید کې دواړه ډلې د امریکا او لویدیځوالو په ملاتړ رامنځته شوي او د دوی استخباراتي پروژه ده او بلخوا دوی دا خبره ددې لپاره کوي چې « په مرګ يي ونیسه چې په درد راضي شي » یانې دوی ته په افغان دولت کې غوړه او زیاته ونډه ورکړل شي .

ددې خبرې په منلو سره چې مرکزي دولت چورلیز وګڼل شي او سیاسي ډلې پکې په یوه یا بله بڼه برخه ولري او ځان پکې وویني یوه دیموکراتیکه او عادلانه حل لار ګڼل کېدای شي . خو که دولت د شمالټلوالې سره برمته وی یا طالبان پر ټول دولت خیټه اچول غواړي او د ځان احصار يي ګڼي او یا اسلامي ګوند وغواړي چې دولتي واک کې يي ونډه له نوروغوښنه وي داسې اندیښنې ، دریځونه او اقدامات به شخړه او جګړه تل توده وساتي او له بده مرغه د سراښو او شریروګاونډیانو د لاسوهنو لپاره به هم لاره اواره پریږدي .

بل پلو که مرکزي دولت پیاوړی نه وي او په ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶ کلونو کې د رباني په مشرۍ د مجاهدینو د نا متمرکز او پاشلي جهادي دولت په څېر وي ، پایله به يي کورنۍ جګړې ، ټولوژنې او د افغانانو پراخ مهاجرتونه وي چې افغانانو ولیده او افغانستان يی یوه پیړۍ شاته وغورځاوه .

همداراز که دولت یوازې د یوې ډلې په لاس کې وي لکه په ۱۹۹۶ ـ ۲۰۰۱ کلونو کې د طالبانو امارت ، افغانستان به بیا په بل یو لوی ناورین ورګډ کړي .

ښه لار دا ده چې لومړی ټولې ډلې د خبرو اترو له لارې مرکزي واک ته وبلل شي او روسته د دیموکراتیکو ټولټاکنو له لارې مرکزي دولت لا غښتلی او پیاوړی شي .

جګړه مارې ډلې امریکایانو او لویدیځوالو ته هیڅ زیان نه شي اړولای ، یوازې خپل افغانان وژني او خپل هیواد افغانستان ورانوي . که دا ډلې غواړی چې دولتي واک کې شریکې شي او لویدیځوال هم له افغانستان ووځي ، خبرې اترې او روغه جوړه يي یوازینۍ حل لار ده .

اوس که طالبان وغواړي چې په یوازې ځان د افغانستان دولت ونیسي او د تېر ځل پشان واکمني وچلوي ، دا خبره ورسره یو افغان هم نه مني .

د شمالټلوالې او یا د جګړه مارو ډلو ټپلو څخه هغه کسان زیات ګرم او پړ دي چې ځانونه روشنفکران بولي ، خو د مرکزي دولت د پیاوړتیا پر ځای له دې یا هغه تبهکارې ډلې څخه د ملاتړ په سنګر کې ټینګ ولاړ دي . که افغاني ټولنه د مرکزي دولت د پیاوړتیا له لارې له جګړو مارو ډلو څخه ځان ونه ژغوري ، کیدای شي دا ډلې افغاني ټولنه د نویو غمیزو او ناڅرګنده برخلیکونو سره مخامخ کړي . 

پای

د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ ۲۱ مه

            


February 22nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات